د امریکا استازو جرګې د ټرمپ په اړه د څېړنو د بل پړاو بسته تصویب کړه
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د اقداماتو هغه بسته چې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د تحقیقاتو بل پړاو ته لار پرانیزي، تصویب کړه.
د استازو مجلس پرون د اکټوبر په ۳۱مه په دې اړه رأی ګیري وکړه چې ټولو جمهوري غوښتونکو او یوازې دوو ډموکراتانو منفي رأیه ورکړه.
په ټوله کې د مجلس ۲۳۲ غړو مثبتې او ۱۹۶ غړو منفي رأیې ورکړې دي.
د مجلس مشرې نانسي پلوسي د سپټمبر په ۲۴مه غوښتنه کړې وه چې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه تحقیقات پیل شي.
د کانګرس په استازو مجلس کې پرونۍ رأی ګیري د پلوسي د غوښتنې لومړی رسمي ملاتړ بلل کېږي.
هغې د کانګرس غړو ته وویل: "دا خواشینوونکې ورځ ده، ځکه هېڅ څوک کانګرس ته د دې لپاره نه راځي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر استیضاح کړي، موږ دلته کار ته راځو، چې د امریکا اینده جوړه کړو، موږ لوړه کړې چې د اساسي قانون ساتنه به کوو، کله چې د ولسمشر کړه وړه دې ته اشاره کوي چې تحقیق او پلټنې ته اړتیا ده، سترګې نه شو پرې پټولی."
د اقداماتو په تصویب شوي لېست کې دا ویل شوي چې څرنګه په عام محضر کې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه تحقیقات وشي او د جمهور رئیس وکیلان به کوم حقونه لري.
تحقیقات به پر دې تمرکز وي چې ډونالد ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زيليسنکي فشار راوستی و چې د ډموکراتانو د ممکن کاندید جو بایډن او د هغه د زوی د فعالیت په اړه تحقیقات وکړي او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مرسته ورسره وکړي.
د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دي او غالباً جو بایډن به د ډموکراتانو له لوري د جمهور رئيس ټرمپ جدي کاندید وي.