د عراق په بغداد او بصره کې ۱۰ اعتراض کوونکي په ډزو وژل شوي
عراقي امنیتي ځواکونو په بغداد کې لږترلږه شپږ او بصره کې څلور اعتراض کوونکي په ډزو وژلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونو د کمېدو کومه نښه نښانه نه ښکاري.
پولیسو او روغتیايي سرچینو د پنجشبې په ورځ وویل چې په امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتو کې لسګونه نور ټپیان شوي هم دي.
راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو په مرکزي بغداد کې د شهیدانو پل ته نږدې په معترضانو ډزې کړي چې شااوخوا ۳۵ کسان یې ټپیان کړي دي.
اعتراض کوونکو هڅه کوله چې پر دجلې سیند دوو پلونو ته یې نږدې موانع لرې کړي، څو د بغداد ښار لوېدیځې غاړې ته واوړي او هلته هغې زرغونې سیمې ته ځان ورسوي چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه په کې دي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
په بصره کې چېرې چې د عراق د تېلو د تولید مرکز دی هم پر هغو معترضانو ډزې شوې دي چې د ورځو راهېسې یو پرلت کې راټول شوي.
لږترلږه څلور کسان په دې ډزو کې وژل شوي دي.
د جنوبي عراق په نورو برخو کې هم د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
له اوونیو راهېسې د روانو دې حکومت ضد اعتراضونو ګډونوال هغه عراقیان دي چې په حکومتي ادارو کې فساد، بېکارۍ، د لومړنیو خدمتونو نشتوالي او په دې هېواد کې د ګاونډي ایران لاسوهنو غوصه کړي دي.