د ايران هوايي ځواک يوه نامعلومه بې پېلوټه الوتکه ويشتلې ده
د ايران يوه چارواکي ويلي د ايران هوايي ځواک، په جنوب لوېديځ کې يوه نامعلومه بې پېلوټه الوتکه ويشتلې ده.
ايسنا دولتي اژانس ويلي چې دغه بې پېلوټه الوتکه نن سهار د خوزستان ولايت د ماهشهر بندري ښار پر فضا ويشتلې ده.
په راپور کې نه دي ويل شوي چې دغه الوتکه پوځي وه که تجارتي.
نيمه دولتي اژانس مهر وروسته راپور ورکړ، چې د الوتکې د بدن ټوټې ترلاسه شوي او چارواکي ورباندې تحقيقات کوي.
د دې موضوع په اړه سم د لاسه امريکايي چارواکو څرګندونې نه دي کړي، خو فاکس نيوز د امريکا يوه پوځي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د امريکا دفاع وزارت داسې راپورونه نه لري، چې د امريکا کومه بې پېلوټه الوتکه دې ويشتل شوې وي.
ايران په جون مياشت کې په هرموز تنګي کې د امريکا يوه اکتشافي بې پېلوټه الوتکه ويشتلې وه.
تهران ويلي چې دغې الوتکې يې له فضايي قلمرو څخه سرغړونه کړې وه، خو امريکا ويلي وو چې ايران په نړيوال فضايي قلمرو کې بې دليله دا حمله کړې ده.