د افغانستان دفاع وزارت وايي د داعش ستر پټنځايونه له منځه وړل شوي
د افغانستان دفاع وزارت د روسيې د يوه امنيتي چارواکي د څرګندونو په ځواب کې وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې لوى مرکزونه نابود شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان نن ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان امنيتي ځواکونه توانېدلي چې په افغانستان کې داعش ډله ماته کړي:
”افغان ځواکونه توانېدلي دي، په افغانستان کې د داعش ډلې تر ټولو ستر پټنځايونه او سنګرونه نابود کړي. د دوى کليدي کسان او رهبري يې له منځه وړې ده. فعلاً داعش ډله په افغانستان کې د نابودۍ په حال کې ده.“
تر دې مخکې د روسیې د ملي امنيت او اطلاعاتو سازمان مشر الکساندر بورتینکوف ویلي وو، چې د اسلامي دولت ډله يا داعش غواړي چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسلوالو ته د اوسېدو ځای جوړ کړي.
بورتینکوف دا خبره پرون پنج شنبه په تاشکند کې د ګډو ګټو هېوادونو د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه غونډې کې کړې ده.