د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو د ممکنه ځنډ خبر ورکړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي فکر نه کوي، چې وکړاى شي د ټاکنو لومړۍ نتيجې د لړم/ عقرب پر ٢٣مه اعلان کړي.
د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، د ځينو ستونزو له کبله ښايي دغه اعلان وځنډېږي.
سادات زیاته کړه: "ستونزمنه به وي که مونږ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجه پر ٢٣مه نېټه اعلان کړو، خو کمېسيون بيا هم خپله نهايي هڅه کوي، څرنګه چې په ځينو ولايتونو کې مزاحمتونه ايجاد شول، اوس به دغه اعلان موږ ته ستونزمن وي."
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درملوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رايه ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.
کمېسيون وايي، د ځينو کانديدانو ډلو په څو ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ٤ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه ختمه شوې ده، خو په ٩ ولايتونو کې دغه پروسه پيل شوې نه ده.
په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رایې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رایې ترې بېلې شي، چې د رايه ورکوونکو بایومېټریک معلومات یې نه دي ثبت شوي.