روسیې د سوریې هغه ښار کې د هلیکوپټرو بېس جوړ کړی چې امریکایان ترې ووتل
روسیې نن د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې په هغه ښار کې د هلیکوپټرو بیس جوړ کړی چې تېره میاشت امریکایې سرتېري ترې ووتل. دا ښار قمیشلي نومیږي.
زویزدا ټلویزیوني چینل چې د روسیې د دفاع وزارت اړوند دی، د پوځي هلیکوپټرو انځورونه خپاره کړي چې دغه مرکز ته رسیدلي دي.
دا مرکز د پانڅیر په نوم له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکو توغندویي سیستمونو باندې ساتل کیږي.
په رسېدلو هلیکوپټرو کې دوه امای-۳۵ ډوله جنګي او یوه امای-۸ ډوله پوځي ترانسپورتي هلیکوپټره ده.
د دغه ټلویزیون یوه نطاق دا یوه تاریخي شېبه وبلله او ویې ویل: "سر له همدې ورځې به زموږ د هوایې چلند ډلې په دایمي توګه د قمیشلي ښار په هوایې ډګر کې عملیات کوي."
روسیې تر دې وړاندې د سوریې او ترکیې ترمنځ پولو ته نزدې سیمو کې په پوځي هلیکوپټرو ګزمې پیل کړې، ترڅو په سیمه کې روسي پولیس خوندي کړي.