کلیفورنیا کې د ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو ووژل شول
یوه شپاړس کلن هلک پرون د امریکا متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې په یوه لېسه کې دوه زده کوونکي په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
چارواکي وايي، دا پېښه پرون په سانتا کلاریتا ښارګوټي کې د درسي ساعت له پیلېدو څو دقیقې مخکې رامنځته شوه.
په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک چې په دې ډزو کې ټپي شوي وو، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. دوه نجونې چې یوه یې ۱۵ کلنه او بله ۱۴ کلنه ده او یو ۱۶ کلن هلک په ډزو کې ټپیان شوي دي.