د امریکا پخوانۍ سفیرې د ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېروونکي بللي
ماریا یوانویچ پرون (د نومبر ۱۵مه) د کانګرس د استازو مجلس په خلاصه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر د استیضاح د امکان په اړه د تحقیقاتو لړۍ تېره اونۍ پېل شوه.
په اوکراین کې د امریکا مخکنۍ سفیرې وویل: "زه نه شم ویلی چې ولسمشر څه کول غواړي خو فکر کوم چې هدف یې ویرول دی."
هغې دا خبره د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "هرځای چې ماري یووانویچ ولاړه شي خرابي پېښېږي، هغې په سومالیا کې کار پېل کړ او وګورئ چې هلته څه پېښ شول؟"
ماري یانوویچ د امریکا یوه پخه دپلوماته ده .
ولسمشر ټرمپ هغه د روان میلادي کال په مې میاشت کې د اوکراین د سفارت له چوکۍ لرې کړه.