کرکټ: افغانستان په ۴۱ منډو ویست انډیز ته ماتې ورکړه
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ شل اوره سیالي او دغه راز درې یو ورځینۍ مسابقې پر ویست انډیز بایللې وې.
د ویسټ انډیز په وړاندې د دوهمې مسابقې په ګټلو کې کریم جنت خورا مهم رول ولوباوه. ده نه یوازې دا چې په ۴ اورونو کې تر ټولو لږ منډې ورکړې بلکې ۵ مهم ویست انډیزي لوبغاړي یې وسوځول.
د دې سیالۍ، چې د هند په لکهنو کې د افغانستان په کوربه توب وشوه، پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. افغان لوبغاړو ویست انډیز ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه. سره له دې چې د افغانستان هدف ډېر لوړ نه ښکارېده خو افغان باولرانو په تېره بیا کریم جنت ښه وځلېد او د سیال ټیم ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
دې ته په پام چې افغانستان تېرې څلور مسابقې (درې یو ورځینۍ او یوه شل اوره) بایللې دي. دا بری د افغان ټیم لپاره ځانګړی اهمیت لري.
خو د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوره سیالیو وروستۍ مسابقه به د یکشنبې په ورځ وي.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د روان نوومبر په ۲۷ یوه ټیستلوبه هم ولري.