مسکو کې محکمې د یوه امریکايي وګړي د توقیف موده غځولې
د مسکو یوې ښاري محکمې نن د نومبر په ۱۹مه تائید کړه چې د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي تر محاکمې د مخکې توقیف موده یې تمدید کړې.
پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي.
هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مسکو په یوه هوټل کې ونیول شو او تور ورپورې شو چې معتبر پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي.
د هغه تر محاکمې مخکې د توقیف موده د ډسمبر تر ۲۹مې تمدید شوې ده.
د امریکا د سمندري ځواکونو د دغه مخکیني مامور وکیلانو پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي او نن يې د هغه لپاره د استنیاف غوښتنې په غونډه کې محکمې ته وویل چې د ویلن په برخه کې پرېکړه باید نرمه شي او د توقیف پرځای په کور کې نظر بند شي.
په مسکو کې د امریکا سفارت د جولای په لومړۍ نېټه غوښتنه وکړه چې خپلواک ډاکتران دې ۴۹ کلن ویلن معاینه کړي.
خو سفارت وویل چې غوښتنه یې رد شوې او له هغه راهیسې د وېلن صحت لا خراب شوی دی.