ټرمپ: چین تر اوسه په هانګ کانګ کې لاریون کوونکي نه دي ځپلي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ ادعا وکړه چې دی د دې دلیل دی چې د چین حکومت تر اوسه په هانګ کانګ کې لاریون کوونکي نه دي ځپلي.
ډونالد ټرمپ دا خبره پرون، د نومبر په ۲۲مه، د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړه.
دونالد ټرمپ وویل چې د چین له ولسمشر (شې جین پېنګ) څخه یې غوښتنه کړې چې په هانګ کانګ کې د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره دې پوځي نه ور استوي.
له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په هانګ کانګ کې چې نیمه خودمختاره سیمه ده، مظاهرې روانې دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې د چین ولسمشر ته یې څرګنده کړې چې که په هانګ کانګ کې مظاهره چیان وځپل شي، د چین او امریکا د سوداګرۍ د موافقې لپاره پر خبرو به اغېز وکړي.
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر په هانګ کانګ کې د مظاهره چیانو د ملاتړ د لایحې له لاسلیکه ډډه کړې ده.
د چین حکومت خبرداری ورکړی و چې که په هانګ کانګ کې د مظاهره چیانو د ملاتړ لایحه لاسلیک کړي، د امریکا پر ضد به متقابل اقدام وکړي.