فرانسې او امريکا له روسيې سره د هراړخيزو مذاکرو غوښتنه وکړه
د فرانسې او د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشرانو له روسيې سره د هراړخيزو مذاکرو غوښتنه وکړه.
ايمانويل مکرون پرون په لندن کې د ناټو د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ له روسيې سره د ستراتيژيکو مذاکرو پر اهميت ټينګار وکړ، خو زياته يې کړه، چې د ناټو متحدان بايد له دغه هېواد سره نور هم په پرانيستو سترګو مذاکرو ته کښېني.
دغه ګډ خبري کنفرانس ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له روسيې سره د مذاکرو ملاتړ کوي او تر دې مخکې يې په دې اړه کمپاين هم کړى دى.
ولسمشر ټرمپ زياته کړه، چې امريکا او فرانسه د تجارت پر سر له ځينو وړو اختلافونو سره- سره د پانګونو په اړه د نظر توافق لري.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې مخکې ويلي وو، چې هېواد يې د ګډو خطرونو، له دې جملې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره له ناټو سره همکارۍ ته چمتو دى.
د ناټو د غړو هېوادونو رهبران پرون د بريتانيا د ملکې دويم اليزابت مېلمانه وو، وروسته د صدراعظم بوريس جانسن استوګنځي ته ورغلل.
په لندن کې د ناټو پوځي تړون د اويايمې کليزې په مناسبت د ناټو سرمشريزه نن چهارشنبه هم دوام کوي، چې د نړۍ پر مهمو موضوعاتو په کې بحث کېږي.