افغانستان کې د زعفرانو تولید زیات شوی
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د زعفرانو تولید د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۲ زیات شوی دی.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان زعفرانو د کیفیت له نظره په نړۍ کې یو وار بیا لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تېر کال د افغانستان د زعفرانو حاصل ۱۶ ټنه و خو سږ کال ۲۰ ټنو ته رسېږي.
ډېر زعفران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې کرل کېږي خو سږ کال په بلخ، فاریاب او کندهار کې هم زعفرانو ښه حاصل ورکړی دی.
چارواکي هیله لري زعفران چې په نړۍ کې یې بیه لوړه ده، افغانستان کې د کوکنارو ځای ونیسي.