اردوغان د لیبیا په اړه د تونس له ولسمشر سره خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) د تونس له ولسمشر قیس سعید سره د لیبیا د کړکېچ په اړه خبرې وکړې.
اردوغان له ښاغلي سعید سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، په لیبیا کې اوربند ته د رسېدو او د سیاسي پروسې د بیا پیلولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
دواړو ولسمشرانو په داسې حال کې وکتل چې د ترکیې پارلمان د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طرابلس له حکومت سره چې ملګري ملتونه یې د لیبیا د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني، د امنیتي او پوځي همکاریو تړون تصویب کړ.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت چې پلازمېنه طرابلس یې په کنټرول کې دی، له څو میاشتو راهیسې د خلیفه حفتر له ځواکونو سره په په جګړه کې ښکېل دی.
اردوغان وویل، د لیبیا منفي انکشافات په دغه هیواد پوري محدود نه پاتې کېږي بلکې پر ګاونډیو هیوادونو او تر ټولو وړاندې پر تونس اغېز شیندي.