د کریمیا غصب شوې ټاپو وزمې ته د روسي رېل ګاډي ورتګ؛ اوکراین جنايي تحقیقات پيل کړي
وروسته له هغه چې یو رېل ګاډی د روسیې له اصلي خاورې غصب شوې کریمیا ته پر لانجمن پله تېر شو، اوکراین یې اړه جنايي تحقیقات پیل کړل.
روسي رېل ګاډی چې په ګرانډ سرویس ایکسپریس خصوصي کمپنۍ پورې تړاو لري، د سې شنبې په ورځ له سن پیټرزبورګ څخه روان شو او پرون (چهارشنبه) د کریمیا سواستوپول ته ورسېد.
دا د سپرلیو لومړنی رېل ګاډی دی چې د روسیې له لوري په دې جوړ شوي پله تېرېږي.
اوکراین، امریکا او اروپايي اتحادیې د روسیې له لوري د دغه پله جوړول غندلي او هغه یې د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
د دغه پُل پر جوړولو ۳ ملیارده او ۷ سوه میلیونه ډالر لګول شوي او د اروپا تر ټولو اوږد پُل ګڼل کېږي.