"کمېشنران بې طرفه دي، که امرالله صالح اسناد لري اړوندو ادارو ته دې وسپاري"
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یو ټیم په پلوۍ تورن کړی ویلی، که اسناد لري اړوند ادارو ته دې وسپاري.