د بشر حقونو کمېسیون: بادغیس کې پر ۱۰ کلنې نجلۍ تېري کوونکي دې وپېژندل شي
د دې کمیسیون ویاند شکر اله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "واقعاً د خواشینۍ ځای دی چې دا پېښه شوې ده، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا موضوع تعقیبوي."
د بادغیس د ښځو چارو مشرې راحلې نادري پرون ازادي راډیو ته وویل چې پر دې نجلۍ د پنجشنبې په ورځ د قلعه نو په ښار کې په یوې دیني مدرسې کې جنسي تیری شوی دی.
د میرمن نادري په وینا، دا نجلۍ اوس په روغتون کې بستر ده او ویلي یې دي چې د مدرسې په تشناب کې یوه کس چې مخ یې پټ و پر دې تیری وکړ.
چارواکي د دې پېښې په تړاو د اتلس مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکوي خو تر اوسه چا اعتراف نه دی.