دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک الوتکې په پکتيکا کې اضطراري ناسته کړې
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه MI-17 ډوله الوتکه تېره شپه په زېړوک ولسوالۍ کې د تخنيکي ستونزو له کبله اضطراري ناستې ته مجبوره شوه.
د وزارت په حواله د الوتکې عملې ته زيان نه دى اوښتى او څرنګه چې الوتکه د ترميم وړ نه وه، د هوايي ځواک له خوا ويجاړه کړاى شوه.
وزارت ويلي چې د دې الوتکې د تخنيکي ستونزې په اړه څېړنه کوي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ادعا کوي چې دغې الوتکې په سیمه کې بمبار هم کړی، چې په خبره یې ملکيانو ته يې زيان اړولى دى.
د چهارشنبې په ورځ بيا د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ملي اردو يوې څرخي الوتکې بېړنۍ ناسته کړې وه.