ترودو: شواهد ښيي چې اوکراینۍ الوتکه تهران کې په توغندي لګېدلې
جسټن ترودو پرون د جنوري په نهمه وویل، د کاناډا او د دې هېواد د متحدانو د استخباراتو په ګډون له ګڼو سرچینو څخه دوی ته رسېدلي اطلاعات ښيي چې دا الوتکه د ایران د توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.
له دې مخکې دوو جګپوړو امریکايي چارواکو- چې نه غواړي خپل نومونه څرګند کړي هم ویلي و، اوکراینۍ الوتکه په غالب ګومان د ایران په توغندي نسکوره شوې ده.
دا الوتکه د سه شنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده. چارواکو تایید کړې چې په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ تنه سپرلۍ ټول مړه شوي. په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۵ کاناډایان او ۴ سویډیان شامل و. دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.