د بهرنيو چارو وزارت وايي افغانستان ته د اسماعيل قاآني پر سفر يې څېړنې روانې دي
اسماعيل قاآني تېر کال باميان ولايت ته په سفر کې ځان په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال معرفي کړى و.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ادريس زمان ويلي، دا تاييدوي چې اسماعيل قاآني هېڅکله په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال نه و.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد نن ازادۍ راډيو ته وويل:
”د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي قاآني د هغه سفر په اړه چې تېر کال افغانستان ته شوى، تحقيقات پيل کړي چې لا بشپړ شوي نه دي. د تحقيقاتو له بشپړېدو سره سم به تاسو ته د دغه سفر جزئيات په ګوته شي.“
د هغه خبر له مخې چې د ١٣٩٧ل کال د چنګاښ/سرطان پر شلمه په فېسبوک کې د باميان د والي دفتر له خوا خپور شوى و، راغلي:
”په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال اسماعيل قاآني په باميان کې له والي طاهر زُهير سره وکتل او د سفر هدف يې په باميان کې د امام خميني د ١٢٠ بستريز روغتون د ودانۍ د رغونې د کار ارزونه وه.“