د کاناډا لومړی وزیر: که د ایران او امریکا کړکېچ نه وای د تهران هوايي پېښه نه رامنځته کېده
ترودو له ګلوبل نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې دا بیان ورکړی دی.
د ایران پوځ د جنورۍ په ۱۱مه ومنله چې سهواً يې د اوکرایین د نړیوالې هوايي کرښې یوه الوتکه وویشته چې ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول. په هغوي کې ۵۷ تنه د کاناډا وګړي ول.
جسټن ټروډو په پرونۍ مرکه کې ویلي چې دامریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره یې خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې کړکېچ باید کم شي.