لوګر کې پولیسو ۳ وسله وال غله وژلي
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزی وایي، پولیسو دا وسله وال غله تېره شپه د کابل- لوګر پر لويه لاره هغه مهال ووژل چې د محمداغې ولسوالۍ په یو سیمه کې یې د عمومي سړک پر سر خلک لوټل.
د ښاغلي احمدزي په وینا، ملي امنیتي ځواکونه د خبر له ترلاسه کولو وروسته سمدستي سیمې ته ورسېدل او درې واړه وسله وال غله یې په وسله واله نښته کې ووژل.
احمدزی زیاتوي چې په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د کابل- ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د ناامنۍ څو پېښې شوي چې د خلک یې انديښمن کړي دي.