فراه کې پوځي چارواکي په یوه هوايي برید کې د ۴ طالبانو د وژلو ادعا کوي
په فراه کې د ملي اردو چارواکي وايي، دغلته په یوه هوايي برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمې لېوا ویاند حشمت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید د جمعې په ماښام د فراه ښار په کاریز سیمه کې شوی دی.
"تېره ورځ د افغان ځواکونو په همکارۍ د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په هوايي برید کې څلور تنه طالب وسله وال وژل شوي دي".
د ښاغلي احمدي په وینا په دې هوايي برید کې یو وسلوال ټپي شوی هم دی.
طالبانو تر اوسه په دې برید کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، وسله وال طالبان د فراه ولایت په زیاتو سیمو کې فعالیتونه لري.
طالبانو په روان میلادي کال او تېر کال کې دوه ځلې پر فراه ښار پراخ بریدونه کړي وو.