د کمبودیا فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د یوه افغان لوبېدل
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې له ښاغلي عمران ولي زاده سره یو کلن تړون شوی.
نوموړي وویل، له مصطفی ځاځي وروسته دا دویم افغان لوبغاړی دی چې د کمبودیا د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي.
عمران ولي زاده به د ۲۰۲۰ میلادي کال ترپایه په دې سیالیو کې ولوبیږي.