چارواکي: د ننګرهار په مومندره کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په مومندرې ولسوالۍ کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په مومندرې ولسوالۍ کې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په مقصد امنیتي پوستې هم جوړې شي.