د فاریاب والي: د یوې کورنۍ د غړو په وژنه تورن وسلهوال طالب ووژل شو
نقیبالله فایق نن ازادي راډیو ته وویل طالبانو تېره شپه د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ۲ مېرمنې، یو ۴ کلن ماشوم، یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او دوه نارینه پهکې شامل دي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د فايق په وینا دا پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: "د طالبانو لهخوا د اندخوی ولسوالۍ په اورګنجي خانې سیمه کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده یوه لویه صحرايي محکمه جوړېږي، شپږ کسان وژل کېږي او دوه نور سخت ټپيانېږي."
له دې مخکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي و، په دې برید کې یو کس چې د طالبانو له لیکو څخه جلا شوی و، له خپلې کورنۍ سره په نښه شوی دی.