'ننګرهار او هلمند کې د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسلهوال وژلي'
دا خبره یاد ریاست پرون ماښام په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د مولوي مجیبالله په نوم په یوې اډې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د دوو پاکستاني ترهګرو په شمول ۶ کسه وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي.
د ملي امنیت عمومي ریاست همدراز ویلي چې په ننګرهار کې هم د خوګیاڼیو ولسوالۍ په زنګور کلي کې د طالبانو په یوې اډې د دوی خاصې قطعې بریدونه کړي او د یوه سرګروپ په شمولیې د طالبانو ۵ وسلهوال وژلي دي.
په بیان کې نهدي راغلي چې ایا افغان پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې که څنګه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.