افغانستان کې تېر کال ۱۶۲ روغتیايي مرکزونه جګړو ویجاړ کړي
د عامې روغتیا وزارت ویاند نظامالدین جلیل د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په ټول افغانستان کې تر یو میلیون زیات وګړي له دې امله متأثر شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا او په ډېرو کلیوالي سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک د علاج لپاره اکثر ګاونډیو هېوادونو یا هند ته ځي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې یوازې په ننګرهار کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو، دوا او نورو سهولتونو د نشتوالي له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.