د یهودانو د قتل عام قربانیانو ته د نړۍ د لسګونه مشرانو درناوی
دا مراسم په یادواشیم کې چې د یهودانو د قتل عام د قربانیانو د درناوي لپاره جوړ شوی ځای دی، روان دي.
په یادواشیم کې غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: "ما او زما همکارانو ته دا ډېره مهمه ده چې نن دلته په اسرائيل کې یو. موږ د اسرائیلي رهبرانو هلو ځلو ته متوجې یوو چې د دوهمې نړیوالې جګړې د خواشینوونکو پېښو د په یاد ساتلو لپارهیې کوي. تاسو وویل دا نهده معلومه چې یهودي ضد احساسات چېرته ختمېږي. متأسفانه موږ هم پوهېږو او خاتمهیې په اشویتز کې ده، نو باید احتیاط وشي چې هېڅکله په راتلونکي کې د داسې پېښې د تکرار اجازه ورنهکړل شي."
په دوهمه نړیواله جګړه کې ۶ میلیونه یهودان ووژل شول چې هلوکاست ورته ویل کېږي. کله چې د جرمني نازیانو د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې پولنډ اشغال کړ، یوازې په اشویتز کې د شکنجې په کمپ کې تر یو میلیون زیات وګړي چې اکثر یهودان وو، وژل شول.