غني: پاکستان کې د حقاني شبکې له شتونه انکار بې ګټې دی
ولسمشر اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وینا رد کړه چې وايي، حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله نه ده.
د پاکستان صدراعظم د چارشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې خبریالانو ته وویل حقاني شبکه چې متحدایالاتو یې نوم د تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړی په پاکستان کې مرکزونه نه لري او فعالیت نه کوي.
افغان ولسمشر پرون په داوس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د عمران څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې پوښتل آیا تاسو د هغه پر خبرو باور وکړ؟ ښاغلي غني وویل دا ادعا دې ته ورته ده لکه څوک چې ووايي ځمکه د لمر پر شاوخوا نه تاوېږي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې دا ډول انکار بې ګټې کار دی.
ولسمشر همداراز وویل زموږ ترمینځ باید رغوونکې همکاري رامینځ ته شي خو دا همکاري باید په هغه ځای کې پیل شي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خاص اړيکي پای ته رسېږي.
افغان ولسمشر همداراز د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې خبرو کې د ډېر لږ پرمختګ نښې نښانې لیدل کېږي.