عراق کې د فرانسې د خیریه موسسې کارکوونکي ورک شوي
د منځني ختیځ لپاره د مسیحیانو سازمان وایي چې پرون یې درې فرانسويان او یو عراقی کارکوونکی په بغداد کې تري تم شوې دي.
د "ایس او ایس" په نوم دغه سازمان له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په عراق کې وروسته تر دې فعالیت پیل کړی دی چې داعش ډلې په موصل کې په زرګونو مسیحیان او یزیدیان مجبوره کړل چې خپل کورونه پریږدي.
دا فرانسوی سازمان د عراق د کردستان په مرکز اربیل کې فعاله دی، هلته ګڼ عیسویان شته.