پوتین د اپوزیسون د یو فعال د زنداني کېدو د حکم قانونیت څېړل غوښتي
کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دې هېواد د لوی څارنوال دفتر ته امر کړی چې د اپوزیسون د یو فعال د زنداني کیدو د حکم قانونیت دې وڅېړي.
دا فعال په هغو مظاهرو کې چې اجازه نه وه ورکړل شوې په مکرر ډول د برخې اخیستو له کبله زنداني شوی دی.
کونسټانټین کوټوف د تیر کال په سیپټمبر میاشت کې د هغه لانجمن قانون پر بنسټ په څلور کلن زندان محکوم شو چې د 180 ورځو موده کې له یوې څخه په زیاتو جواز نه لرونکو مظاهرو کې ګډون جرم ګڼي.
کرملین پر خپله ویب پاڼه لیکلي، پوتین د کوټوف د محکومولو د قضیې د بیا څیړنې امر ددې لپاره کړی څو ډاډمنه شي چې د نوموړې د زنداني کیدو حکم د قانون سره سم د توجیه وړ دی.
34 کلن کوټوف چې د کمپیوټر پروګرامر دی، د تیر کال د اګست په 10 مه نیټه هغه لاریون کې د ګډون له کبله ونیول شو چې غوښتنه یې کوله د اپوزیسون او خپلواکو کاندیدانو ته دې د روسیې دوما یا پارلمان لپاره د مسکو له ښاره په ترسره کیدونکو انتخاباتو کې برخه ورکړل شي. دا انتخابات د سیپټمبر په 8 مه نیټه ترسره شول.
د احتمالي کاندیدانو مخنیوي په تیر اوړي کې په مسکو او د روسیې په نورو برخو کې د اعتراضونو یوه څپه راپورته کړه چې ځینې یې د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي په کارولو وځپل شوې او زرګونه کسان د موقت وخت لپاره ونیول شول. د روسیې دا اقدام هغه مهال په نړیواله سطحه وغندل شو.
کوټوف یو له هغو څو فعالانو څخه دی چې تر اعتراضونو وروسته پر زندان محکوم شول.