د افغانستان فوټسال ښځینه لوبډلې له ایرانه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډله به سبا د افغانستان په وخت ۳:۳۰ له ازبکستان سره سیالي وکړي.
افغان لوبډلې تردې وړاندې قرغزستان څخه هم ماته خوړلې وه.
خو د فوتبال فدراسیون وايي، افغان لوبډله سبانۍ لوبۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هېواد تاجکستان لوبډلې ګډون لري.
د فوټسال دغه اسیايي لوبې په دوشنبې ښار کې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې به دوام وکړي.