د هرات اټک انرژي لوبډله د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتله شوه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبډلې د څوارلسمې اونۍ په لوبو کې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه.
نوموړي وویل، چې اټک انرژي په ټوله کې ۱۴ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې يې ګټلې او ۲ نورې یې مساوي کړي دي.