د هند کرکټ لوبډلې ته د پاکستان کرکټ بورډ خبرداری
وسيم خان نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل، پاکستان چمتو دی چې په ډاډمنه فضا کې نړيوال کرکټ ترسره کړي.
په همدې حال کې بیا د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که چېرې د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړي چې دغه کپ په پاکستان کې ترسره شي، نو افغان لوبډله به په دغو سیالیو یې کې ګډون وکړي.
د هندوستان کرکټ بورډ لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي، خو د دواړو هېوادونو د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ترینګلتیا له کبله هند او پاکستان يوازې په ليګونو او ټورنمنټونو کې سره مخ کېږي.
هندۍ لوبډله تر ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته د ټسټ لوبو لپاره پاکستان ته نهده تللې.