د افغانستان د ښځینه فوټسال لوبډلې له ازبکستان ماتې خوړلې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، افغانستان دغه لوبه ۳ د صفر په وړاندې وبایلله.
افغانستان تر دې وړاندې له ایران او قرغزستان څخه هم ماتې خوړلي.
افغان لوبډله سبا خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.