پاکستان د تورخم دروازه وتړله
د تورخم دروازه نن تر نامعلوم وخته وتړل شوه.
د ننګرهار چارواکي وایي چې نن چهارشنبه سهار وختي پاکستاني لوري د ځينو امنیتي لاملونو له مخې د تورخم دروازه وتړله.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي څو شېبې مخکې که څه هم په دې اړه ډېر وضاحت ورنهکړ، خو ازادي راډیو ته وویل چې دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړل شوې او په خبرهیې چې په دې اړه خبرې روانې دي.
پاکستانی لوری د تورخم دروازه په داسې حال کې تړي چې تېره ورځ د دغه هېواد په ګڼو سیمو او لویو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې لاریونونه او اعتراضي غونډې وشوې او لا هم دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې تېره ورځ په مرکز کابل، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا او ځينو نورو ولایتونو کې هم لاریونونه او اعتراضي غونډې وشوې چې د ده د ژر خوشې کېدو غوښتنهیې کوله.