عراق کې د زیانمنو شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۵۰ ته ورسېد
د امریکا متحده ایالاتو پوځ د درېیم ځل لپاره د هغو عسکرو شمېر زیات کړ چې په عراق کې د ایران د راکټي بریدونو پر مهالیې ماغزو صدمه لیدلې ده.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د ویاند ډګرمن توماس کمپبل په حواله اسوشیټډ پرس اژانس ویلي چې تازه ۱۶ نور عسکر هم معاینه شوي چې ماغزو یې صدمه لیدلې.
په دې سره د ټولو زیانمنو شویو سرتېرو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.
امریکا مخکې ویلي و ۳۴ عسکر یې زیانمن شوي.
وروسته له هغه چې د جنورۍ په درېیمه امریکا د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې د ایران د قدس ډلې قوماندان قاسم سلیماني او د هغه ملګري په هوايي برید کې ووژل، ایرانیې په غچ کې د جنورۍ په اتمه په عراق کې دوه امریکايي اډې په راکټونو وویشتلې.
امریکا لومړی ویل چې عسکرو تهیې د ایران په راکټي بریدونو کې زیان نهدی اوښتی، خو د وخت په تېرېدو یې اعلان وکړ چې یو شمېر عسکر یې زیانمن شوي او د درملنې لپاره کوېټ او جرمني ته استول شوي.