چارواکي: د افغانیو ارزښت په لوړېدو، خو د ډالرو بیې ټيټې شوي
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د افغانیو د ارزښت په لوړېدو سره د ډالرو بیې ټیټې شوې دي.
پخوا یو امریکايي ډالر ۷۹ افغانیو ته رسېدلی و چې اوسمهال یو امریکايي ډالر په ۷۶ افغانیو بدلېږي.
د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانیو د ترویج لپاره پیل شوي کمپاین ښه نتیجه ورکړې او دا به لامل شي چې پردۍ پیسې ونهچلېږي.
که چېرې افغانۍ ډېره وکارول شي، دا به د ډالرو او نورو پیسو په وړاندې هم خپلې اغېزې ولري او ډېره لېوالتیا به افغانیو ته وي.
له بلې خوا مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر هم نن چهارشنبه د ليلام په ډول پلوري.
ښاغلی عاشور وايي، د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره لیلام ترسره کوي.