پاکستان ته د افغانستان د سکي لوبډلې سفر
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دوو ښځینه لوبغاړو په ګډون شپږ افغان ورزشکاران به د ۱۲ هېوادونو په سیالیو کې چې د پاکستان په سوات ښار کې جوړیږي ګډون وکړي.
ښاغلي قاری زاده زیاتوي، چې دغه لوبې د فبروري د میاشتې په ۲ نېټه پیلېږي او تر ۱۱ نېټې به دوام وکړي.