'په پولیسو او اردو کې ۸۵ سلنه ښځې ځانونه خوندي بولي'
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ښځو د موقعیت په اړه خپل کلنۍ رپوټ ، نن، د فبرورۍ په ۱۱مه ، خپور کړ.
په رپوټ کې له ۲۲۷۲ ښځو سره چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۴۰ کلونو وو او په اردو او پولیسو کې خدمت کوي خبرې شوې دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په بیان کې ویل شوي چې د دوی د رپوټ هدف دا و چې څرګنده کړي چې د افغانستان په پوځي او دفاعي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی شته او پر حقونو یې تیری کېږي که نه.
په رپوټ کې راغلي چې ښځو په کلنۍ رخصتي، د رتبو د لوړېدو ، د کاري امکاناتو او تشنابونو په برخه کې له نارینه و سره برابر امتیاز لري.
په رپوټ کې ویل شوي چې تقریباً په سلو کې ۸۵ ښځې د کار په ځای کې ځان امن ګڼي.
یوازې شپږ اعشاریه ۶ فیصده ښځو ویلي چې جنسي زور زیاتی د کار په ځای کې ورسره شوی او په څېړنو کې دا اندازه ۱۴ اعشاریه ۴ ته لوړه شوې ده.