ولادیمیر زلنسکي د خپل دفتر رئیس له دندې لیرې کړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د خپل دفتر رئیس، اندرې بوهدان له دندې لیرې کړ او پر ځاي یې اندرې یرماک چې نومیې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له شخصي وکیل، ردولف ګیلیاني سره تړلی و، ګومارلی دی.
د ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه په وروستیو بحثونو کې څرګنده شوه چې ګیلیاني له یرماک سره کتلي او هغهيې هڅولی چې د ډیموکرات ګوند د مخکښ غړي، جوبایډن د زوی، هنټر بایدن په اړه تحقیق وکړي.
زلنکسي نن د فبرورۍ په ۱۱مه، په دې اړه فرمان لاسلیک کړی او د جمهوري ریاست پر وېبپاڼه خپور شوی دی.