د اذربایجان پولیسو له ۱۰۰ زیات فعالان نیولي
د اذربایجان پولیسو په باکو کې د مظاهرو پر مهال څه باندې ۱۰۰ تنه فعالان نیولي دي.
دا مظاهرې په اذربایجان کې د تېرې اوونۍ تر پارلماني ټاکنو وروسته پیل شوې.
په ټاکنو کې اکثرې څوکۍ حاکم ګوند ګټلې دي.
د اذربایجان پارلمان ۱۲۵ څوکۍ لري چې ۷۲یې د ولسمشر الهام علياف وفاداره (نوي اذربایجان) ګوند ګټلي او پاتې څوکۍ هم وړو ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو ترلاسه کړي دي.
د اپوزېسیون یوازې یوه کاندید په دې ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.
په اذربایجان کې له کله چې دغه هېواد خپلواکي ګټلې د الهام علياف په مشرۍ هېڅ انتخابات له درغلیو خالي نهدي بلل شوي او تل ترې د انتخاباتي څارونکو د وهل ټکولو راپورونه رارسېږي.