له البانیا سره د نړیوالو مرستندویانو له یو میلیارد ډالرو زیاته ژمنه
د اروپایي کمېسیون مشره وایي نړیوالو مرستندویانو له البانیا سره د تېر کال د قوي زلزلې د ورانیو د رغولو لپاره د یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
اورزولا فن دیرلاین پرون په بروکسل کې د مرستندویه نړیوال کنفرانس په پای کې په یوه ټویټ کې دا د البانیا د خلکو لپاره ښه خبر وباله ویېویل چې دغه مرستې له هغې اندازې چې دوی د البانیا د بیارغونې لپاره هدف ټاکلی و، زیاتې دي.
هغې وویل، د دغو مرستو ۴۳۳ میلیونه ډالرهیې د اروپایي ټولنې غړو ژمنه کړې ده.
د تېر کال په نومبرکې په البانیا کې یوې زورورې زلزلې د دې هېواد د ادریاتیک سمندرګي د سواحلو ودانۍ په بشپړه توګه ونړولې چې له املهیې ۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۱۷ زره کسان هم بېکوره شول.
البانیا اټکل کړی و چې دغې زلزلې به څه باندې یو میلیارده ډالره زیان پېښ کړی وي.