په افغانستان کې د انټرنټ په بیو کې ۳۰ سلنه کموالی
د افغانستان د مخابراتو وزارت د هېواد د انټرنټ په بیه کې د ۳۰ فیصده کموالي خبر ورکوي.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، له شرکتونو سرهیې خبرې روانې دي چې د انټرنټ په بیو کې کموالی راولي.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "له نېکهمرغه نن د افغان ټیليکام شرکت لهخوا د انټرنت په بیو کې د ۳۰ فیصده کموالي شاهدان یو. دغه شرکت مخکې له دې یو اېم بي انټرنټ په ۴۳ ډالرو پلورلو او اوس دغه بیه ۳۰ ډالرو ته ټیټه شوې ده."
ښاغلی هاشمي وايي، سلام مخابراتي شرکت د یو حکومتي شرکت په توګه په دې برخه کې تر نورو مخکې شوی او د هرې جي بي انترنټ بیهیې له ۱۱۵ افغانیو نه ۹۹ افغانیو ته ټیټه کړې ده.
ښاغلی هاشمي هیله مند دی چې ډیر ژر د خصوصي مخابراتي شبکو د انټرنټ په بیو کې هم کموالی راشي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د انټرنټ د بیو د لوړوالي له امله اعتراضونه ډېر شوي دي.
یو شمېر مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ هم په دې تړاو د افغانستان د څار بنسټ د دفتر مخې ته یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.