د ۵ چینايي رسنیو پر وړاندې د امریکا تازه اقدامات
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین پنځه مهمې دولتي رسنۍ چې امریکا کې هم دفترونه لري، د بهرني مأموریت په ډله کې شاملې کړې.
امریکا دغه رسنۍ د چین د کمونېست حزب د رهبري شویو تبلیغاتي بنسټونو په کتار کې راوستې دي.
د دې ګام له مخې، امریکا به دغو پنځو رسنیو سره د سفارتونو په توګه چلند کوي او رسنۍ اړې دي چې امریکا کې خپل ملکیتونه له بهرنیو چارو وزارت سره ثبت کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم نهښودو په شرط ویلي، دا رسنۍ د چین د دولت دي او د چارو کنټرولیې له هماغه ځایه کېږي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د سړې جګړې د وخت فکرونه له سره لیرې کړي.
دوی ویلي، چین د امریکا دې ګام ته د غبرګون حق لري.