کابل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ
په کابل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتی مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دې سیالیو کې د کابل اته لوبډلې لوبېږي.
نوموړي وویل، دغه لوبې چې نن د کابل د نجونو د فوټبال په لوبغالې کې پیل شوې چې ۱۴ ورځې دوام کوي.