د شمالي مقدونیې پولیسو د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي
د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه باروړونکي موټر کې د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي دي.
راپورونه وایي چې دغه شمېر پناغوښتونکي وړمه شپه د بلغاریا او یونان په سرحدي سیمو کې پولیسو ته په لاس روغلي دي.
دغو پنا غوښتونکو کې پر افغانانو سربیره د عراق او پاکستان اتباع شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده.
د شمالي مقدونیې چارواکي وایي، دغه کسان له یونانه د دوی خاورې ته ورغلي او بېرته به یې یونان ته سپاري.
شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې هم د شمالي مقدونیې پولیسو ۵۳ پناغوښتونکي په یوه ورته پېښه کې نیولي و چې ۳۷ یې افغانان وو.