قزاقستان، ایران ته خپلې الوتنې ځنډوي
د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.
نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.
تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نهده ثبت شوې.