د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوي
تر چین وروسته چې د دې وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی ډېرې پېښې په جاپان، جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې دي.
عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس یوه پېښع تأیید کړه.
کرونا وایروس په چین کې ۲۷۱۵ کسان مړه کړي او له چین بهر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی.
په چین کې ۷۸۰۰۰ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس اخته دي.
په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایروس پېښې په هغو کښتیو کې تأیید شوي چې د چین له مسیره تېرې شوې دي.
په اوکراین کې د یوې کښتۍ ۲۵ کارکوونکو د حکومت لهخوا له کښتۍ د کته کېدو غوښتنه رد کړه.
په دې کښتۍ کې دوه کسان په کرونا وایروس اخته و چې روغتون ته وړل شوي.